دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 281317
عمران خان د تحریک انصاف ګوند د مشر په توګه استعفا کوي
د تحریک انصاف مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د خپل ګوند د مشري څخه استعفا کوي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د وکیلانو په وینا، پخوانی لومړی وزیر عمران خان به د دغه ګوند د مشر په توګه له خپلې دندې لاس په سر شي.

ښاغلی خان د روان کال د اګست له میاشتې راهیسې په ګڼو تورونو په زندان کې دی او په راتلونکو ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې شوی دی.

عمران خان په ۱۹۹۶ کال کې د خپل ګوند تحریک انصاف بنسټ کېښود او له نیول کېدو او نااهله کېدو سره سره تر اوسه د دې ګوند مشر پاتې شوی.

د دغه ګوند په وینا د ښاغلي خان د استعفا پرېکړه د قانوني خنډونو له امله شوې ده.

ښاغلی خان یو نیم کال دمخه د 2022 په اپریل کې د عدم اعتماد رایې له لارې له واکه لرې شو ، ځکه چې د هغه هیواد له ځواکمن پوځ سره چې ډیری وختونه د هغه اصلي ځواک بلل کیږي ، اړیکې خرابې شوې.
https://avapress.com/vdchzzniq23n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته