کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هېواد به د برېښنا په تولید کې پر ځان بسیا کېدو ته نږدې شي

14 قوس 1402 ساعت 14:12

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په علني غونډه کې د برېښنا سکتور پنځه کلن انکشافي پلان د انرژۍ او اوبو وزارت له خوا وړاندې او تر ارزونې وروسته د تصویب په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شو. د دغه پلان له مخې به په راتلونکو پنځو کلونو کې د شاوخوا ۳،۸ میلیارده ډالرو په ارزښت د برېښنا د تولید بېلابېلې پروژې بشپړې شي او افغانستان به د برېښنا د تولید له پلوه پر ځان بسیا کېدو ته نږدې شي.


آوا - کابل: ارګ نن (سه شنبه د قوس ۱۴مه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې د اقتصادی کمېسیون د تخنیکی کمېټې په غونډه کې د برېښنا سکتور پنځه کلن انکشافی پلان وړاندې شو او له ارزونې وروسته د تصویب لپاره اقتصادي کمیسیون ته وسپارل شو.

ارګ همداراز زیاته کړې، چې د دغه پلان له مخې به په راتلونکو پنځو کلونو کې د څه باندې ۳،۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د برېښنا تولید بېلابېلې پروژې بشپړې شي او افغانستان به د برېښنا د تولید له پلوه پر ځان بسیا کېدو ته نږدې شي.

دغه راز په دې غونډه کې د افغانستان د غالیو تولیدونکو او صادرونکو ته د ځمکې د ویش په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ګډې کمیټې ته دنده وسپارل شوه چې یادې موضوع هر اړخیزه وڅیړي او خپل راپور دې په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.

په همدې ډول د عدلیې، مالیې، کانونو، پټرولیم او اوبو او انرژۍ وزارتونو د استازو په ګډون یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د برشنا شرکت او افغان ګازو ترمنځ د طبیعي ګاز څخه د برېښنا د تولید د درې اړخیز قرارداد هر اړخیزه ارزونه وکړي. 


د مطلب کود: 281639

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281639/هېواد-د-برېښنا-په-تولید-کې-پر-ځان-بسیا-کېدو-ته-نږدې-شي

آوا
  https://www.avapress.com