دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 281639
هېواد به د برېښنا په تولید کې پر ځان بسیا کېدو ته نږدې شي
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په علني غونډه کې د برېښنا سکتور پنځه کلن انکشافي پلان د انرژۍ او اوبو وزارت له خوا وړاندې او تر ارزونې وروسته د تصویب په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شو. د دغه پلان له مخې به په راتلونکو پنځو کلونو کې د شاوخوا ۳،۸ میلیارده ډالرو په ارزښت د برېښنا د تولید بېلابېلې پروژې بشپړې شي او افغانستان به د برېښنا د تولید له پلوه پر ځان بسیا کېدو ته نږدې شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ارګ نن (سه شنبه د قوس ۱۴مه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې د اقتصادی کمېسیون د تخنیکی کمېټې په غونډه کې د برېښنا سکتور پنځه کلن انکشافی پلان وړاندې شو او له ارزونې وروسته د تصویب لپاره اقتصادي کمیسیون ته وسپارل شو.

ارګ همداراز زیاته کړې، چې د دغه پلان له مخې به په راتلونکو پنځو کلونو کې د څه باندې ۳،۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د برېښنا تولید بېلابېلې پروژې بشپړې شي او افغانستان به د برېښنا د تولید له پلوه پر ځان بسیا کېدو ته نږدې شي.

دغه راز په دې غونډه کې د افغانستان د غالیو تولیدونکو او صادرونکو ته د ځمکې د ویش په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ګډې کمیټې ته دنده وسپارل شوه چې یادې موضوع هر اړخیزه وڅیړي او خپل راپور دې په راتلونکې غونډه کې وړاندې کړي.

په همدې ډول د عدلیې، مالیې، کانونو، پټرولیم او اوبو او انرژۍ وزارتونو د استازو په ګډون یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د برشنا شرکت او افغان ګازو ترمنځ د طبیعي ګاز څخه د برېښنا د تولید د درې اړخیز قرارداد هر اړخیزه ارزونه وکړي. 
https://avapress.com/vdcexz8wojh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته