کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پنجشېر زمرد څه باندې څلور زره قیراط د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول

15 قوس 1402 ساعت 10:23

د کانونو او پټروليم وزارت وايي، چې پرون (سه شنبه د قوس ۱۴مه) د پنجشېر د والي محمد اغا حکيم او د چارواکو د پلاوي په شتون کې د (٤٧٩٤،٧) قيراط زمرد د (٣١٨٩٠٠) امريکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په دغه داوطلبۍ کې لسو کسانو ګډون کړی او د اوطلبۍ د شفافیت او کرسټال کولو لپاره په پام کې نیول شوې ده.

د کارپوهانو په اند، د پنجشېر زمرد کانونه په نړۍ کې تر ټولو غوره زمرد لري، چې د کولمبیا له زمرد څخه غوره دی.

د يادونې وړ ده، چې د پنجشېر له کانونو څخه استخراج شوي زمرد څو ځلې ليلام شوي دي.


د مطلب کود: 281677

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281677/د-پنجشېر-زمرد-څه-باندې-څلور-زره-قیراط-داوطلبۍ-له-لارې-وپلورل-شول

آوا
  https://www.avapress.com