دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 281677
د پنجشېر زمرد څه باندې څلور زره قیراط د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول
د کانونو او پټروليم وزارت وايي، چې پرون (سه شنبه د قوس ۱۴مه) د پنجشېر د والي محمد اغا حکيم او د چارواکو د پلاوي په شتون کې د (٤٧٩٤،٧) قيراط زمرد د (٣١٨٩٠٠) امريکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې په دغه داوطلبۍ کې لسو کسانو ګډون کړی او د اوطلبۍ د شفافیت او کرسټال کولو لپاره په پام کې نیول شوې ده.

د کارپوهانو په اند، د پنجشېر زمرد کانونه په نړۍ کې تر ټولو غوره زمرد لري، چې د کولمبیا له زمرد څخه غوره دی.

د يادونې وړ ده، چې د پنجشېر له کانونو څخه استخراج شوي زمرد څو ځلې ليلام شوي دي.
https://avapress.com/vdcguq9xuak9734.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته