کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان سرې میاشتې دویمه مرسته له قطر څخه ترلاسه کړه

15 قوس 1402 ساعت 11:44

د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې د هرات د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره یې د قطر هېواد د مرستو دویمه جوپه ترلاسه کړه.


آوا - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې له قطر څخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو دویمه جوپه د خواجه عبدالله انصاري په نړیوال ډګر کې د افغان سرې میاشتې مسوولینو ته وسپارل شوه.

په سپارل شویو توکو کې د حفظ الصحې کڅوړې، 1,643 کارټن خوراکي توکي، 3,450 کمپلې، 20 ټنه خرما او 250 خیمې شاملې دي.

باید وویل شي، چې قطر په دې وروستیو کې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه د افغان سرې میاشتې ټولنې ته ۵۰۸ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي وسپارل.


د مطلب کود: 281700

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281700/افغان-سرې-میاشتې-دویمه-مرسته-له-قطر-څخه-ترلاسه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com