دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 281700
افغان سرې میاشتې دویمه مرسته له قطر څخه ترلاسه کړه
د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې د هرات د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره یې د قطر هېواد د مرستو دویمه جوپه ترلاسه کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې له قطر څخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو دویمه جوپه د خواجه عبدالله انصاري په نړیوال ډګر کې د افغان سرې میاشتې مسوولینو ته وسپارل شوه.

په سپارل شویو توکو کې د حفظ الصحې کڅوړې، 1,643 کارټن خوراکي توکي، 3,450 کمپلې، 20 ټنه خرما او 250 خیمې شاملې دي.

باید وویل شي، چې قطر په دې وروستیو کې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه د افغان سرې میاشتې ټولنې ته ۵۰۸ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي وسپارل.
https://avapress.com/vdcdzf0xzyt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته