کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بادغيس ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله اووه تنه ووژل شول

15 قوس 1402 ساعت 16:12

د بادغیس امنیتي چارواکي وايي، چې نن چهارشنبه د قوس ۱۵ مه په قادس ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


آوا - هرات: د بادغیس د پولیسو ویاند صدیق الله صدیقي وايي چې د چهارشنبې په ورځ (د قوس ۱۵مه) د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د قرچقي په سیمه کې له یوې ترافيکي پېښې وروسته یو سراچه ډوله موټر چپه شو. 

د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې يوه مېرمن وژل شوې او شپږ نور ټپيان دي. ويل کيږي دغه موټر له قادس ولسوالۍ څخه مرکز قلعه نو ته روان و .

بادغیس ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې هر کال په کې د ترافیکي پېښو له امله ګڼ شمېر مسافرین مړه او ژوبل کېږي.


د مطلب کود: 281736

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281736/په-بادغيس-ولايت-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-اووه-تنه-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com