دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۲
د مطلب کود : 281736
په بادغيس ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله اووه تنه ووژل شول
د بادغیس امنیتي چارواکي وايي، چې نن چهارشنبه د قوس ۱۵ مه په قادس ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د بادغیس د پولیسو ویاند صدیق الله صدیقي وايي چې د چهارشنبې په ورځ (د قوس ۱۵مه) د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د قرچقي په سیمه کې له یوې ترافيکي پېښې وروسته یو سراچه ډوله موټر چپه شو. 

د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې يوه مېرمن وژل شوې او شپږ نور ټپيان دي. ويل کيږي دغه موټر له قادس ولسوالۍ څخه مرکز قلعه نو ته روان و .

بادغیس ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې هر کال په کې د ترافیکي پېښو له امله ګڼ شمېر مسافرین مړه او ژوبل کېږي.
https://avapress.com/vdcc1sqie2bq4m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته