کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتيا کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه يو تن وژغورل شو

16 قوس 1402 ساعت 15:14

د پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي؛ د دغه ولايت د پوليسو له خوا يو سړى چې له خپل موټر سره د سړي تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.


آوا - کابل: د پکتیا ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ویلي، دغه کس د ګردیز ښار په دوهمه ناحیه کې د سړي تښتونکو له منګولو ژغورل شوی دی.

د پکتیا د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ویلي: د یو لړ هدفي عملیاتو په ترڅ کې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې یو تن د سړي تښتونکو له منګولو څخه د خپل موټر سره یو ځای د دوی له منګولو وژغورل شو.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت تر جوړیدو وروسته جنايي جرمونه تر یوه حده راکم شوي دي.


د مطلب کود: 281785

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281785/په-پکتيا-کې-د-انسان-تښتوونکو-له-منګولو-څخه-يو-تن-وژغورل-شو

آوا
  https://www.avapress.com