دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 281785
په پکتيا کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه يو تن وژغورل شو
د پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي؛ د دغه ولايت د پوليسو له خوا يو سړى چې له خپل موټر سره د سړي تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیا ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ویلي، دغه کس د ګردیز ښار په دوهمه ناحیه کې د سړي تښتونکو له منګولو ژغورل شوی دی.

د پکتیا د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ویلي: د یو لړ هدفي عملیاتو په ترڅ کې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې یو تن د سړي تښتونکو له منګولو څخه د خپل موټر سره یو ځای د دوی له منګولو وژغورل شو.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت تر جوړیدو وروسته جنايي جرمونه تر یوه حده راکم شوي دي.
https://avapress.com/vdcg7q9xnak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته