کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول

17 قوس 1402 ساعت 15:15

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي وايي، د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي دي.


آوا - کابل: د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، دغه پېښه تېره شپه (پنجشنبه د قوس ۱۶مه) د "ثمرخېلو پل" په سیمه کې رامنځته شوې او یو بل تن ټپي شوی دی.
 
د زابلي په وينا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو سراچه ډوله موټر له پلچرخي سره ټکر وکړ. په دې پيښه کې د موټر چلوونکى ټپي او دوه تنه سپرلۍ يې ووژل شول.
 
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند د پېښې لامل د موټر چلوونکي تېز سرعت او بې احتياطي بولي.


د مطلب کود: 281829

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281829/په-ننګرهار-ولايت-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-دوه-تنه-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com