دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 281829
په ننګرهار ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي وايي، د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، دغه پېښه تېره شپه (پنجشنبه د قوس ۱۶مه) د "ثمرخېلو پل" په سیمه کې رامنځته شوې او یو بل تن ټپي شوی دی.
 
د زابلي په وينا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو سراچه ډوله موټر له پلچرخي سره ټکر وکړ. په دې پيښه کې د موټر چلوونکى ټپي او دوه تنه سپرلۍ يې ووژل شول.
 
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند د پېښې لامل د موټر چلوونکي تېز سرعت او بې احتياطي بولي.
https://avapress.com/vdcf0yd01w6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته