کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشیر ولایت کې د چهارمغز حاصلات زیات شوي دي

18 قوس 1402 ساعت 12:45

د پنجشیر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د چهارمغز د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.


آوا: د دغه ریاست په راپور کې راغلي چې سږ کال له ټول پنجشیر څخه ۲۴۱ مټریک ټنه چهارمغز حاصل شوي دي.

د دغه راپور له مخې، تېر کال د چهارمغز ۲۱۷ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو.

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس قاري فضل الله دیوبندي وویل، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۱۲ هکتاره ځمکه د چهارمغز په ونو پوښل شوې ده.

ښاغلي دیوبندي په پنجشېر کې د چهارمغز د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه مناسبه هوا، پر وخت بارانونه او د باغدارانو ملاتړ یاد کړ.

هغه زياته کړه، چې په دې ولايت کې د چهارمغز ډولونه لکه کاغذ، کلستر، کورک او وار شته او هر کال يې حاصلات اخيستل کېږي./آریانا نیوز


د مطلب کود: 281851

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281851/په-پنجشیر-ولایت-کې-د-چهارمغز-حاصلات-زیات-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com