دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 281851
په پنجشیر ولایت کې د چهارمغز حاصلات زیات شوي دي
د پنجشیر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د چهارمغز د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د دغه ریاست په راپور کې راغلي چې سږ کال له ټول پنجشیر څخه ۲۴۱ مټریک ټنه چهارمغز حاصل شوي دي.

د دغه راپور له مخې، تېر کال د چهارمغز ۲۱۷ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو.

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس قاري فضل الله دیوبندي وویل، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۱۲ هکتاره ځمکه د چهارمغز په ونو پوښل شوې ده.

ښاغلي دیوبندي په پنجشېر کې د چهارمغز د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه مناسبه هوا، پر وخت بارانونه او د باغدارانو ملاتړ یاد کړ.

هغه زياته کړه، چې په دې ولايت کې د چهارمغز ډولونه لکه کاغذ، کلستر، کورک او وار شته او هر کال يې حاصلات اخيستل کېږي./آریانا نیوز
https://avapress.com/vdcam6nu649naa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته