کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پاکستان څخه افغانستان ته ۴۱۸ زره کډوال راستنې شوي

18 قوس 1402 ساعت 14:37

د پاکستان دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې تر دې دمه له پاکستان څخه افغانستان ته ۴۱۸۹۸۰ تنه ناقانونه کډوال راستانه شوي، دغه رسنۍ وايي، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ دوام لري.


آوا - کابل: د پاکستان دولتي رسنیو نن (شنبه، د قوس ۱۸مه) په یوه خبر کې ویلي چې یوازې پرون جمعه ۲۴۷۳ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغې رسنۍ زیاته کړې، چې خپل هېواد ته د افغان اتباعو په ګډون د ناقانونه کډوالو د راستنېدو لړۍ دوام لري.

د اکتوبر په میاشت کې، پاکستان د 1.7 ملیون افغان اتباعو په ګډون غیرقانوني مهاجرینو ته د هیواد پریښودو یا د اخراج سره مخ کیدو نیټه وټاکه.

د پاکستان دغه پرېکړه له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوه، خو د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې شاته نه شو.

د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د وزارتونو د رئیسانو په شتون کې له پاکستان څخه د شړل شویو مهاجرینو د چارو د تنظیم او حل لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړی دی.


د مطلب کود: 281864

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281864/له-پاکستان-څخه-افغانستان-ته-۴۱۸-زره-کډوال-راستنې-شوي

آوا
  https://www.avapress.com