دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 281864
له پاکستان څخه افغانستان ته ۴۱۸ زره کډوال راستنې شوي
د پاکستان دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې تر دې دمه له پاکستان څخه افغانستان ته ۴۱۸۹۸۰ تنه ناقانونه کډوال راستانه شوي، دغه رسنۍ وايي، چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ دوام لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان دولتي رسنیو نن (شنبه، د قوس ۱۸مه) په یوه خبر کې ویلي چې یوازې پرون جمعه ۲۴۷۳ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغې رسنۍ زیاته کړې، چې خپل هېواد ته د افغان اتباعو په ګډون د ناقانونه کډوالو د راستنېدو لړۍ دوام لري.

د اکتوبر په میاشت کې، پاکستان د 1.7 ملیون افغان اتباعو په ګډون غیرقانوني مهاجرینو ته د هیواد پریښودو یا د اخراج سره مخ کیدو نیټه وټاکه.

د پاکستان دغه پرېکړه له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوه، خو د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې شاته نه شو.

د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د وزارتونو د رئیسانو په شتون کې له پاکستان څخه د شړل شویو مهاجرینو د چارو د تنظیم او حل لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړی دی.
https://avapress.com/vdcepz8wejh8vvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته