کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران او افغانستان د چارواکو ترمنځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د صحي همکاریو په اړه خبرې وشوې

19 قوس 1402 ساعت 12:24

د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د اسلامي امارت د عامې روغتیا له سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد سره وکتل او د طبي خدمتونو د کچې د ښه والي او په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د ګډو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.


آوا - کابل: په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت په ایکس کې یوه مقاله خپره کړې چې پکې راغلي چې د دغه سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د عامی روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد سره وکتل.

د ایران سفارت زیاته کړه چې په دې کتنه کې دواړو لورو د روغتیایی خدمتونو د کچې د ښه کولو او د روغتیا او درملو په برخو کې د دواړو هېوادونو د ګډو همکاریو په اړه بحث او مشورې وکړې.

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتیا سکتور د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې د خپل هیواد د همکارۍ ډاډ ورکړی و.


د مطلب کود: 281915

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281915/د-ایران-او-افغانستان-چارواکو-ترمنځ-دواړو-هېوادونو-صحي-همکاریو-په-اړه-خبرې-وشوې

آوا
  https://www.avapress.com