دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۴
د مطلب کود : 281915
د ایران او افغانستان د چارواکو ترمنځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د صحي همکاریو په اړه خبرې وشوې
د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د اسلامي امارت د عامې روغتیا له سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد سره وکتل او د طبي خدمتونو د کچې د ښه والي او په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د ګډو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت په ایکس کې یوه مقاله خپره کړې چې پکې راغلي چې د دغه سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د عامی روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد سره وکتل.

د ایران سفارت زیاته کړه چې په دې کتنه کې دواړو لورو د روغتیایی خدمتونو د کچې د ښه کولو او د روغتیا او درملو په برخو کې د دواړو هېوادونو د ګډو همکاریو په اړه بحث او مشورې وکړې.

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو د اسلامي امارت له چارواکو سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتیا سکتور د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې د خپل هیواد د همکارۍ ډاډ ورکړی و.
https://avapress.com/vdcb88b5srhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته