کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د ملي شورا پخوانی غړی: د اسلام آباد اصلي ستونزه «خپلواک افغانستان» ده

20 قوس 1402 ساعت 14:57

د پاکستان د ملي شورا پخوانی غړی وايي، له کابل سره د اسلام آباد اصلي ستونزه په افغانستان کې د خپلواکې حکومتولۍ پر سر ده.


آوا - کابل: د پاکستان د ملی شورا پخوانی غړی علی وزیر وایی: اسلام اباد تل د افغانستان د کورنیو او بهرنیو سیاستونو د کنټرول په لټه کې دی، په داسې حال کې چې طالبان هڅه کوی د پاکستان له لاسوهنې پرته د حکومت چارې پرمخ بوځی.
 
هغه ادعا وکړه چې دا د افغانستان د پخوانيو واکمنانو له داود خان څخه تر اشرف غني پورې د پاکستان د مخالفت اصلي لامل و.
 
د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه لوړپوړي غړي د اسلام اباد او کابل د اړیکو د خرابېدو پړه پر پاکستان واچوله او ویې ویل: همدا لامل دی چې پاکستان اوس له نړۍ غوښتي چې د طالبانو د واکمنۍ د ختمولو لپاره د خپلو هڅو ملاتړ وکړي.


د مطلب کود: 281993

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281993/د-پاکستان-ملي-شورا-پخوانی-غړی-اسلام-آباد-اصلي-ستونزه-خپلواک-افغانستان-ده

آوا
  https://www.avapress.com