دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 281993
د پاکستان د ملي شورا پخوانی غړی: د اسلام آباد اصلي ستونزه «خپلواک افغانستان» ده
د پاکستان د ملي شورا پخوانی غړی وايي، له کابل سره د اسلام آباد اصلي ستونزه په افغانستان کې د خپلواکې حکومتولۍ پر سر ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان د ملی شورا پخوانی غړی علی وزیر وایی: اسلام اباد تل د افغانستان د کورنیو او بهرنیو سیاستونو د کنټرول په لټه کې دی، په داسې حال کې چې طالبان هڅه کوی د پاکستان له لاسوهنې پرته د حکومت چارې پرمخ بوځی.
 
هغه ادعا وکړه چې دا د افغانستان د پخوانيو واکمنانو له داود خان څخه تر اشرف غني پورې د پاکستان د مخالفت اصلي لامل و.
 
د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه لوړپوړي غړي د اسلام اباد او کابل د اړیکو د خرابېدو پړه پر پاکستان واچوله او ویې ویل: همدا لامل دی چې پاکستان اوس له نړۍ غوښتي چې د طالبانو د واکمنۍ د ختمولو لپاره د خپلو هڅو ملاتړ وکړي.
https://avapress.com/vdchwznix23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته