دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 258442
له پاکستان سره د سوداګرۍ د تړون لاسلیک له هند څخه د ځمکنیو وارداتو مخه نیولې ده
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) ویلي، چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې هوکړې له لاسلیک سره افغانستان ته د ځمکې له لارې د هندي توکو واردات بند شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) د شنبې په ورځ (سنبلي ۱۹) په یو لړ ټویټونو کې افغانستان ته د هندي توکو په وارداتو کې د کموالي خبر ورکړ.
 
دغه سازمان ویلي چې د نړیوال بانک د اټکل له مخې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته له افغانستان څخه بهر ته د مالونو تګ راتګ د تېر کال په پرتله له ۴۰ څخه تر ۵۰ سلنې پورې کم شوی دی.
 
په همدې حال کې سیګار زیاته کړه چې د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیل راهیسې ۱،۸ میلیونه ټنه سکاره پاکستان ته صادر شوي چې د دغه محصول په صادراتو کې ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي چې په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.
 
سیګار ویلي چې د ډبرو سکرو دغه اندازه د هغو کانونو څخه ترلاسه کیږي چې ماشومان پکې کار کوي.
 
ډبرو سکرو یو له هغو مهمو توکو څخه دی چې په وروستیو میاشتو کې په بې ساري ډول پاکستان ته صادر شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان یو وارداتي هېواد دی او د خلکو زیاتره توکي له بهر څخه واردېږي او هند د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی.
 
https://avapress.com/vdcayanuu49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته