کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جلیل عباس جیلاني له روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې:

پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره له نړیوالې ټولنې سره ملګرتیا ته ژمن دی

22 قوس 1402 ساعت 10:36

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې ویلي، چې پاکستان د افغانستان د سولې په اړه له نړیوالې ټولنې سره همکارۍ ته ژمن دی.


آوا: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ (د قوس ۲۰ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې د پاکستان له نړیوالې ټولنې سره د همکارۍ د دوام ژمنه څرګنده کړه. په ځانګړې توګه ملګري ملتونه د یو سوله ایز، باثباته او سوکاله افغانستان لپاره.

په دې کتنه کې ښاغلي جیلاني په افغانستان کې د یوناما د مهمو دندو پر دوام ټینګار وکړ.


د مطلب کود: 282101

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282101/پاکستان-په-افغانستان-کې-د-سولې-لپاره-له-نړیوالې-ټولنې-سره-ملګرتیا-ته-ژمن-دی

آوا
  https://www.avapress.com