دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 282101
جلیل عباس جیلاني له روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې:

پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره له نړیوالې ټولنې سره ملګرتیا ته ژمن دی

پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره له نړیوالې ټولنې سره ملګرتیا ته ژمن دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې ویلي، چې پاکستان د افغانستان د سولې په اړه له نړیوالې ټولنې سره همکارۍ ته ژمن دی.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ (د قوس ۲۰ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې د پاکستان له نړیوالې ټولنې سره د همکارۍ د دوام ژمنه څرګنده کړه. په ځانګړې توګه ملګري ملتونه د یو سوله ایز، باثباته او سوکاله افغانستان لپاره.

په دې کتنه کې ښاغلي جیلاني په افغانستان کې د یوناما د مهمو دندو پر دوام ټینګار وکړ.
https://avapress.com/vdcjy8e8vuqeovz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته