کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا ولایت کې د اوبو د ذخیره کولو د دوو بندونو د جوړولو کار پیل شو

22 قوس 1402 ساعت 12:04

د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د ذخیره کولو د دوو بندونو د جوړولو کار پیل شوی دی.


آوا - پکتیکا: د پکتیکا ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د اوبو د ذخیره کولو دغه دوه بندونه د سروبي ولسوالۍ په سورګل کلي او د دې ولایت د متاخان ولسوالۍ د تودې چینې په کلي کې جوړیږي.

د يادونې ده، چې د يادو دوو پروژو د کار په بشپړېدو سره به د متاخان او سروبي ولسواليو کرنيزي ځمکي به اوبه شي.

ويل کيږي چې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت د پکتيکا ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې د ٧٥ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو د زېرمه کولو ٢٥ کوچني بندونه جوړېږي.


د مطلب کود: 282116

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282116/په-پکتیکا-ولایت-کې-د-اوبو-ذخیره-کولو-دوو-بندونو-جوړولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com