دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 282116
په پکتیکا ولایت کې د اوبو د ذخیره کولو د دوو بندونو د جوړولو کار پیل شو
د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د ذخیره کولو د دوو بندونو د جوړولو کار پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - پکتیکا: د پکتیکا ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د اوبو د ذخیره کولو دغه دوه بندونه د سروبي ولسوالۍ په سورګل کلي او د دې ولایت د متاخان ولسوالۍ د تودې چینې په کلي کې جوړیږي.

د يادونې ده، چې د يادو دوو پروژو د کار په بشپړېدو سره به د متاخان او سروبي ولسواليو کرنيزي ځمکي به اوبه شي.

ويل کيږي چې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت د پکتيکا ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې د ٧٥ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو د زېرمه کولو ٢٥ کوچني بندونه جوړېږي.
https://avapress.com/vdcfy0d0vw6dcya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته