کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران څخه ۱۵۱۸ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

22 قوس 1402 ساعت 14:04

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، چې تېره ورځ (چهارشنبه د قوس ۲۱مه) ۱۵۱۸ افغان کډوال له ایران څخه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شول.


آوا - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ «قوس ۲۲» په یوه پاڼه کې لیکلي چې دغه کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هیواد ته راستانه شوي دي.

د اسلام قلعه د سرحدي قوماندان د معلوماتو له مخې، د راستنېدونکو له جملې څخه ٣٩٦ تنه يې چې پېژندګلوۍ ته اړتيا لري او د مرستې ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت د نړيوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غير خوراکي توکي يې ترلاسه کړل.

همدارنګه ۲۷ کورنیو ته ۱۰ زره افغانۍ او ۷۸ تنو ته یو سیم کارت د پوله ساتو د مسؤلینو له خوا په وړیا ډول وویشل شو.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم زرګونه کسان په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي وو.


د مطلب کود: 282127

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282127/له-ایران-څخه-۱۵۱۸-افغان-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com