دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 282127
له ایران څخه ۱۵۱۸ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، چې تېره ورځ (چهارشنبه د قوس ۲۱مه) ۱۵۱۸ افغان کډوال له ایران څخه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ «قوس ۲۲» په یوه پاڼه کې لیکلي چې دغه کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هیواد ته راستانه شوي دي.

د اسلام قلعه د سرحدي قوماندان د معلوماتو له مخې، د راستنېدونکو له جملې څخه ٣٩٦ تنه يې چې پېژندګلوۍ ته اړتيا لري او د مرستې ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت د نړيوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غير خوراکي توکي يې ترلاسه کړل.

همدارنګه ۲۷ کورنیو ته ۱۰ زره افغانۍ او ۷۸ تنو ته یو سیم کارت د پوله ساتو د مسؤلینو له خوا په وړیا ډول وویشل شو.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم زرګونه کسان په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي وو.
https://avapress.com/vdchiiniq23n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته