کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا د قرارداد تمدید

24 قوس 1402 ساعت 12:12

د افغانستان د برېښنا شرکت (برشنا) اعلان وکړ چې له ازبکستان څخه د برېښنا د واردولو قرارداد یې تر ۲۰۲۴ کال پورې غځولی دی.


آوا - کابل: له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي بریښنا د غځولو تړون ازبکستان ته د برشنا د ولسمشر محمد حنیف حمزه د سفر په ترڅ کې لاسلیک شو.
 
اجرائيه رياست وايي، د ازبکستان د برېښنا له وزير محمدوف جورابيک سره يې په کتنه کې د برېښنا د کچې پر لوړوالي، د برېښنا د بيې د کمولو، د برېښنا شرکت د کارکوونکو د ويزو د ستونزو د حل او د سرخان پولخمري برېښنا پروژې په اړه خبرې وکړې.
 
د برشنا له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د ازبکستان د برېښنا وزیر هم ډاډ ورکړی، چې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزې به ژر حل کړي او په بدل کې یې له افغانستانه د تېلو او ډبرو سکرو د پېرلو غوښتنه وکړه.


د مطلب کود: 282239

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282239/له-ازبکستان-څخه-افغانستان-ته-د-وارداتي-برېښنا-قرارداد-تمدید

آوا
  https://www.avapress.com