دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۲
د مطلب کود : 282239
له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا د قرارداد تمدید
د افغانستان د برېښنا شرکت (برشنا) اعلان وکړ چې له ازبکستان څخه د برېښنا د واردولو قرارداد یې تر ۲۰۲۴ کال پورې غځولی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي بریښنا د غځولو تړون ازبکستان ته د برشنا د ولسمشر محمد حنیف حمزه د سفر په ترڅ کې لاسلیک شو.
 
اجرائيه رياست وايي، د ازبکستان د برېښنا له وزير محمدوف جورابيک سره يې په کتنه کې د برېښنا د کچې پر لوړوالي، د برېښنا د بيې د کمولو، د برېښنا شرکت د کارکوونکو د ويزو د ستونزو د حل او د سرخان پولخمري برېښنا پروژې په اړه خبرې وکړې.
 
د برشنا له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د ازبکستان د برېښنا وزیر هم ډاډ ورکړی، چې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزې به ژر حل کړي او په بدل کې یې له افغانستانه د تېلو او ډبرو سکرو د پېرلو غوښتنه وکړه.
https://avapress.com/vdcbf5b59rhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته