کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د واورې او باران امکان

25 قوس 1402 ساعت 10:19

د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره وړاندوينه کړې، چې نن (شنبه د قوس ۲۵مه) به د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د باران اورښت وشي.


آوا: دغه اداره وايي، په هرات، نیمروز، فراه، بادغیس، کندهار، زابل، دایکندي، غور، فاریاب، سرپل، میدان وردک، غزني، سمنګان، بلخ او جوزجان کې د واورې او باران امکان شته.
 
په افغانستان کې د ژمي موسم پیلېدو ته څه کم یوه اوونۍ پاتې ده او په ډېرو سیمو کې هوا سړه شوې ده.


د مطلب کود: 282269

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282269/د-هېواد-په-۱۷-ولایتونو-کې-واورې-او-باران-امکان

آوا
  https://www.avapress.com