دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 282269
د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د واورې او باران امکان
د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې اداره وړاندوينه کړې، چې نن (شنبه د قوس ۲۵مه) به د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د باران اورښت وشي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه اداره وايي، په هرات، نیمروز، فراه، بادغیس، کندهار، زابل، دایکندي، غور، فاریاب، سرپل، میدان وردک، غزني، سمنګان، بلخ او جوزجان کې د واورې او باران امکان شته.
 
په افغانستان کې د ژمي موسم پیلېدو ته څه کم یوه اوونۍ پاتې ده او په ډېرو سیمو کې هوا سړه شوې ده.
https://avapress.com/vdcepw8wojh8vwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته