کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزي له کاظمي قمي سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

26 قوس 1402 ساعت 11:20

پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په لیدنه کې د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې کړې دي.
 
ښاغلي کرزي ایکس پاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر پیاوړتیا لا هم ټینګار وشو.
 
کرزي دغه راز د افغانستان له خلکو سره د ایران له همکاریو مننه وکړه او د دغو مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه، په ځانګړې توګه د افغان هلکانو او نجونو د زده کړو په برخه کې.


د مطلب کود: 282343

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282343/حامد-کرزي-له-کاظمي-قمي-سره-د-افغانستان-پر-وضعیت-خبرې-کړې-دي

آوا
  https://www.avapress.com