دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 282343
حامد کرزي له کاظمي قمي سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي
پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په لیدنه کې د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې کړې دي.
 
ښاغلي کرزي ایکس پاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر پیاوړتیا لا هم ټینګار وشو.
 
کرزي دغه راز د افغانستان له خلکو سره د ایران له همکاریو مننه وکړه او د دغو مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه، په ځانګړې توګه د افغان هلکانو او نجونو د زده کړو په برخه کې.
https://avapress.com/vdchkinix23n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته