کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار پوهنتون کې د څه دپاسه ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوشمیر پروژو کار پیل شو

27 قوس 1402 ساعت 10:36

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست له لوري د ۲۱،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې پرانیستل شوې.


آوا - ننګرهار: د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په پوهنتون کې د ۲۱،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر پروژو پرانسته وکړه.

ویل شوي، چې په دې پروژو کې دوه پارکونه، د لامبو وهلو حوض، د یو شمېر ښوونځیو بیارغونه، د دهلیزونو بیارغونه او د یو شمېر وسایلو برابرول شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د کونړ ولایت په سیدجمال الدین پوهنتون کې د یو شمېر پروژو چارې پرانېستې وې.


د مطلب کود: 282400

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282400/په-ننګرهار-پوهنتون-کې-د-څه-دپاسه-۲۱-میلیونه-افغانیو-ارزښت-یوشمیر-پروژو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com