دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 282400
په ننګرهار پوهنتون کې د څه دپاسه ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوشمیر پروژو کار پیل شو
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست له لوري د ۲۱،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې پرانیستل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - ننګرهار: د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په پوهنتون کې د ۲۱،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر پروژو پرانسته وکړه.

ویل شوي، چې په دې پروژو کې دوه پارکونه، د لامبو وهلو حوض، د یو شمېر ښوونځیو بیارغونه، د دهلیزونو بیارغونه او د یو شمېر وسایلو برابرول شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د کونړ ولایت په سیدجمال الدین پوهنتون کې د یو شمېر پروژو چارې پرانېستې وې.
https://avapress.com/vdcbg5b5grhbwap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته