کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رویټرز: له یمن څخه په سره سمندر کې یوه کښتۍ په نښه شوې ده

28 قوس 1402 ساعت 9:39

رویټرز د امریکايي چارواکو په حواله ویلي چې په سور سمندرګي کې د «سوان اتلانتیک» کښتۍ د یمن له لوري د راکټي برید له امله په نښه شوې ده. خو الجزیرې په یوه بیړني راپور کې اعلان وکړ چې په سور سمندرګي کې پر دوو کښتیو برید شوی دی.


آوا: الجزیرې په سور سمندرګي کې پر دوو کښتیو د برید خبر ورکړی دی.

د الجزیرې خبري چینل د یمني سرچینو په حواله خبر ورکړی چې په سور سمندرګي کې په دوو بیړیو چې د صهیونیسټي رژیم بندرونو ته روان وو، برید وشو.

رویټرز د امریکايي چارواکو له خولې ویلي، چې په جنوبي سور سمندرګي کې د «اسوان اتلانتیک» په نوم یوې کښتۍ برید شوی دی.

په همدې حال کې د حوثي یاغیانو له خوا په سره سمندر کې پر څو اسراییلي کښتیو بریدونه شوي دي.


د مطلب کود: 282450

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282450/رویټرز-له-یمن-څخه-په-سره-سمندر-کې-یوه-کښتۍ-نښه-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com