دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 282450
رویټرز: له یمن څخه په سره سمندر کې یوه کښتۍ په نښه شوې ده
رویټرز د امریکايي چارواکو په حواله ویلي چې په سور سمندرګي کې د «سوان اتلانتیک» کښتۍ د یمن له لوري د راکټي برید له امله په نښه شوې ده. خو الجزیرې په یوه بیړني راپور کې اعلان وکړ چې په سور سمندرګي کې پر دوو کښتیو برید شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: الجزیرې په سور سمندرګي کې پر دوو کښتیو د برید خبر ورکړی دی.

د الجزیرې خبري چینل د یمني سرچینو په حواله خبر ورکړی چې په سور سمندرګي کې په دوو بیړیو چې د صهیونیسټي رژیم بندرونو ته روان وو، برید وشو.

رویټرز د امریکايي چارواکو له خولې ویلي، چې په جنوبي سور سمندرګي کې د «اسوان اتلانتیک» په نوم یوې کښتۍ برید شوی دی.

په همدې حال کې د حوثي یاغیانو له خوا په سره سمندر کې پر څو اسراییلي کښتیو بریدونه شوي دي.
https://avapress.com/vdcgnx9xzak97t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته