کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ندیم: موږ د هیواد د ښوونیز نظام پرمختګ ته ژمن یو

29 قوس 1402 ساعت 16:35

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم نورستان ولایت ته د سفر پر مهال وویل چې د افغانستان د تحصیلي نظام ودې ته ځانګړې پاملرنه کوي او تل یې ملاتړ کوي.


آوا - نورستان: د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم نورستان ته د سفر په ترڅ کې وویل چې اسلامی امارت د هیواد د پوهنې نظام پرمختګ ته ژمن دی.
 
هغه چې د نورستان د لوړو زده کړو موسسې د ځمکې د تصفيې په هدف دغه ولايت ته سفر کړى، د خپل تر قوماندې لاندې د وزارت د پرمختيايي پروګرامونو په اړه څرګندونې وکړې او ويې ويل، چې د هېواد د پوهنې د نظام ودې ته ځانګړې پاملرنه کوي او تل يې ملاتړ کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزير په تېرو څو ورځو کې د ختيځو ولايتونو له تعليمي ادارو څخه ليدنه وکړه او د يو شمېر پرمختيايي پروژو د کار پيل يې وکړ.


د مطلب کود: 282581

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282581/ندیم-موږ-د-هیواد-ښوونیز-نظام-پرمختګ-ته-ژمن-یو

آوا
  https://www.avapress.com