دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۳۵
د مطلب کود : 282581
ندیم: موږ د هیواد د ښوونیز نظام پرمختګ ته ژمن یو
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم نورستان ولایت ته د سفر پر مهال وویل چې د افغانستان د تحصیلي نظام ودې ته ځانګړې پاملرنه کوي او تل یې ملاتړ کوي.
افغان غږ خبری آژانس - نورستان: د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم نورستان ته د سفر په ترڅ کې وویل چې اسلامی امارت د هیواد د پوهنې نظام پرمختګ ته ژمن دی.
 
هغه چې د نورستان د لوړو زده کړو موسسې د ځمکې د تصفيې په هدف دغه ولايت ته سفر کړى، د خپل تر قوماندې لاندې د وزارت د پرمختيايي پروګرامونو په اړه څرګندونې وکړې او ويې ويل، چې د هېواد د پوهنې د نظام ودې ته ځانګړې پاملرنه کوي او تل يې ملاتړ کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزير په تېرو څو ورځو کې د ختيځو ولايتونو له تعليمي ادارو څخه ليدنه وکړه او د يو شمېر پرمختيايي پروژو د کار پيل يې وکړ.
https://avapress.com/vdcbw5b58rhbwsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته