کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پاکستان څخه کاناډا ته د ۳۳۹ افغان اتباعو انتقال

30 قوس 1402 ساعت 11:01

د کاناډا حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له پاکستان څخه یې په یوه چارټر الوتنه کې ۳۳۹ نور افغان اتباع دغه هېواد ته لېږدولي دي.


آوا: د کاناډا د مهاجرت او تابعیت ریاست په ایکس ټولنیزه شبکه کې اعلان کړی چې دغه کسان له پاکستان څخه د ټورنټو ښار ته لیږدول شوی دی.
 
ادارې وویل چې دوی به په کاناډا کې 40 ځایونو ته کډه شي ، پشمول د کالګاري ، سینټ جانز او وینډسر.
 
په تېره میاشت کې کاناډا یو ځل بیا له پاکستان څخه هغه هېواد ته د افغان اتباعو د لېږدولو اعلان وکړ.
 
دغه هېواد وايي، له افغانستان څخه د څلوېښت زره کډوالو د منلو هدف ته رسېدلي او هغه دوسيې چې پخوا يې منل شوې وې، د څېړلو په حال کې دي.


د مطلب کود: 282614

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282614/له-پاکستان-څخه-کاناډا-ته-د-۳۳۹-افغان-اتباعو-انتقال

آوا
  https://www.avapress.com