دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 282614
له پاکستان څخه کاناډا ته د ۳۳۹ افغان اتباعو انتقال
د کاناډا حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له پاکستان څخه یې په یوه چارټر الوتنه کې ۳۳۹ نور افغان اتباع دغه هېواد ته لېږدولي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کاناډا د مهاجرت او تابعیت ریاست په ایکس ټولنیزه شبکه کې اعلان کړی چې دغه کسان له پاکستان څخه د ټورنټو ښار ته لیږدول شوی دی.
 
ادارې وویل چې دوی به په کاناډا کې 40 ځایونو ته کډه شي ، پشمول د کالګاري ، سینټ جانز او وینډسر.
 
په تېره میاشت کې کاناډا یو ځل بیا له پاکستان څخه هغه هېواد ته د افغان اتباعو د لېږدولو اعلان وکړ.
 
دغه هېواد وايي، له افغانستان څخه د څلوېښت زره کډوالو د منلو هدف ته رسېدلي او هغه دوسيې چې پخوا يې منل شوې وې، د څېړلو په حال کې دي.
https://avapress.com/vdcizrar5t1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته