کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتيا کې د اوبو د زېرمه کولو د درېيو بندونو د جوړولو چارې پيل شوې

2 جدی 1402 ساعت 11:27

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پکتیا ولایت کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د ذخیره کولو د درې بندونو د جوړولو کار پیل کړی دی.


آوا - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو بندونو په جوړولو به ۴۰ میلیونه افغانۍ ولګول شي.

د اوبو د ذخیره کولو بندونه د واورې او باران د اوبو د ساتلو او جذبولو لپاره جوړ شوي، چې په ورته وخت کې د سلګونو خلکو لپاره د کار زمینه برابروي.

د دغو بندونو د پرانیستې په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست محمد یونس اخندزاده، د پکتیا والي محب الله حماد او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی و.


د مطلب کود: 282690

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282690/په-پکتيا-کې-د-اوبو-زېرمه-کولو-درېيو-بندونو-جوړولو-چارې-پيل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com