دخپریدو نیټه :شنبه ۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 282690
په پکتيا کې د اوبو د زېرمه کولو د درېيو بندونو د جوړولو چارې پيل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پکتیا ولایت کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د ذخیره کولو د درې بندونو د جوړولو کار پیل کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو بندونو په جوړولو به ۴۰ میلیونه افغانۍ ولګول شي.

د اوبو د ذخیره کولو بندونه د واورې او باران د اوبو د ساتلو او جذبولو لپاره جوړ شوي، چې په ورته وخت کې د سلګونو خلکو لپاره د کار زمینه برابروي.

د دغو بندونو د پرانیستې په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست محمد یونس اخندزاده، د پکتیا والي محب الله حماد او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی و.
https://avapress.com/vdccoiqix2bq4e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته