د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
په ننګرهار ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله شپږ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
2 جدی 1402 ساعت 11:32
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
آوا - کابل: د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه پېښه د دغه ولایت د مومندرې ولسوالۍ په غازی سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د مومندرې ولسوالۍ چارواکي پر وخت د پېښې سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.
د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.
خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
د مطلب کود: 282691