دخپریدو نیټه :شنبه ۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 282691
په ننګرهار ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله شپږ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه پېښه د دغه ولایت د مومندرې ولسوالۍ په غازی سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د مومندرې ولسوالۍ چارواکي پر وخت د پېښې سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.

د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.

خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcdnx0xfyt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته