کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا کې له روزنیز کورس وروسته ۵۰۰ سرتېري فراغ شول

2 جدی 1402 ساعت 12:43

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت ۵۰۰ امنیتي منسوبینو له دیني زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.


آوا - پکتیا: د پکتیا ولایت د امنیې قوماندانۍ د عامه اړیکو دفتر دغه خبر په اکس ټولنیزه شبکه کې خپور کړی او لیکلي یې دي: « د پکتیا ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۵۰۰ پولیس تر مسلکي او دیني زده کړو وروسته فارغ شول.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم له دغه ولايت څخه سلګونه امنيتي سرتېري له درې مياشتنۍ ديني زده کړو وروسته فارغ شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې د دې غونډې په پاى کې روزل شويو فارغانو پوځي نمايشونه هم ترسره کړل.


د مطلب کود: 282700

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282700/پکتیا-کې-له-روزنیز-کورس-وروسته-۵۰۰-سرتېري-فراغ-شول

آوا
  https://www.avapress.com