دخپریدو نیټه :شنبه ۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 282700
پکتیا کې له روزنیز کورس وروسته ۵۰۰ سرتېري فراغ شول
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت ۵۰۰ امنیتي منسوبینو له دیني زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
افغان غږ خبری آژانس - پکتیا: د پکتیا ولایت د امنیې قوماندانۍ د عامه اړیکو دفتر دغه خبر په اکس ټولنیزه شبکه کې خپور کړی او لیکلي یې دي: « د پکتیا ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۵۰۰ پولیس تر مسلکي او دیني زده کړو وروسته فارغ شول.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم له دغه ولايت څخه سلګونه امنيتي سرتېري له درې مياشتنۍ ديني زده کړو وروسته فارغ شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې د دې غونډې په پاى کې روزل شويو فارغانو پوځي نمايشونه هم ترسره کړل.
https://avapress.com/vdce7w8w7jh8vfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته