کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي خبرداری ورکوي

2 جدی 1402 ساعت 13:56

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له پاکستانه د کډوالو راستنېدو په افغانستان کې د پولیو د ویروس د خپرېدو خطر زیات کړی دی.


آوا - کابل: د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج ناروغۍ د له منځه وړلو د بیړنۍ کمیټې په ۳۷ مه غونډه کې دغه اندیښنه مطرح شوه.

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه بیان کې لیکلي، که څه هم په تېرو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د پولیو کومه نوې پېښه په رسمي توګه نه ده ثبت شوې، خو ګواښ لا هم شته.

د پوليو د له منځه وړلو اضطراري کمېټې په افغانستان کې د پوليو د له منځه وړلو اضطراري پلان د فعالېدو اعلان هم وکړ او زياته يې کړه، چې د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو ته د واکسين کولو لپاره اضافي ټيمونه او څارونکي مهم سيمو او لارو ته لېږدول شوي دي.

دغه سازمان دا هم ویلي چې د راستنیدونکو کډوالو وروستي زیاتوالی به په افغانستان کې بشري ننګونې لاپسې زیاتې کړي.

د يادونې ده، چې دا مهال په افغانستان کې د پوليو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ټولې يې په ننګرهار ولايت کې دي.


د مطلب کود: 282703

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282703/د-روغتیا-نړیوال-سازمان-په-افغانستان-کې-پولیو-مثبتو-پېښو-زیاتوالي-خبرداری-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com