دخپریدو نیټه :شنبه ۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 282703
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي خبرداری ورکوي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له پاکستانه د کډوالو راستنېدو په افغانستان کې د پولیو د ویروس د خپرېدو خطر زیات کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج ناروغۍ د له منځه وړلو د بیړنۍ کمیټې په ۳۷ مه غونډه کې دغه اندیښنه مطرح شوه.

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه بیان کې لیکلي، که څه هم په تېرو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د پولیو کومه نوې پېښه په رسمي توګه نه ده ثبت شوې، خو ګواښ لا هم شته.

د پوليو د له منځه وړلو اضطراري کمېټې په افغانستان کې د پوليو د له منځه وړلو اضطراري پلان د فعالېدو اعلان هم وکړ او زياته يې کړه، چې د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو ته د واکسين کولو لپاره اضافي ټيمونه او څارونکي مهم سيمو او لارو ته لېږدول شوي دي.

دغه سازمان دا هم ویلي چې د راستنیدونکو کډوالو وروستي زیاتوالی به په افغانستان کې بشري ننګونې لاپسې زیاتې کړي.

د يادونې ده، چې دا مهال په افغانستان کې د پوليو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ټولې يې په ننګرهار ولايت کې دي.
https://avapress.com/vdchvinix23n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته